Planning & Project Management

Slides:



Advertisements
Similar presentations
Contents and aim of this training seminar Hanna Tolonen.
Advertisements

Training Guide. `
Oxford School of Public Health - Training the Trainer Training Environment Friday 11th October 2013 Unipart Conference Centre, Cowley, Oxford Dr Judy Curson.
Dr. Ginger Eastman Director of Academic Support Services.
Presentation of the Inception Report for the development and integration of sustainable development and environmentally sound decision making (biodiversity.
Conducted By: Dr. Madhu Fernando, PMP, DBA, MEng. MGT PROJECT MANAGEMENT LESSON 7: PROJECT BUDGET: BUDGETING, COST CONTROL AND FORECAST 1.
North East Regional Workforce, Training and Development Conference 2007/8 Workshop E Trainer Development.
Valerie Decapite Interviewed: Jo Ann Bartlett IDM 288.
Training begins in… 15:00 minutes Training begins in… 14:00 minutes.
June Objectives To explain the training system under PFM project; To share existing training syllabus and guides on internal audit and financial.
1 Web Search What kind of education do you need to be an astronaut? 2 Web Search What additional training do you need to be an astronaut? 3 Web.
Dr. M. Benesch Unternehmensberatung Training of Trainers [ToT] in Pressbaum, AT (Oct 2012) A brief overview 1. How to design training modules 2. Learning.
Programs & Initiatives USF College of Business Ronald K. Satterfield, Ph.D.
A Project Report on MBA Practice School at (Name of Company) MBA Semester – 2 Year: Prepared by (Enrollment Number) (Name of Student) Submitted.
PULMONARY REHABILITATION WEB RESOURCE Supporting the review & development of PR services Prepared by: Angela Balharrie – Programme Coordinator.
ADEA President Dr. Leo E. Rouse
فرض کنید....
KEY PERFORMANCE INDICATORS
Trainers name(s) here.
Development of NAPHA in Thailand
Strong Workforce Local Share Plan: More and Better CTE
©2009, Dr. Jennifer L. Bell, LaGrange High School, LaGrange, Georgia
How to Prepare for Implementing DISC
Centralized versus Distributed Project Management Framework
MASTER CLASS III SIU Auditorium, Lavale.
Presentation Title The subtitle of the presentation.
Executive Structure – 1 September 2012
Service Training 1 von 1 - VK-21,ell, TTT - Stand: Train the Trainer 2005/01 Up-to-date technology used by Volkswagen Service Training, ell.
MGT 598 STUDY Education Your Life - mgt598study.com.
MBA 5000 Enthusiastic Studysnaptutorial.com
Dr sopore.
National Science Teachers Association
What will we do today?. What will we do today?
دفتر برنامه ریزی و کنترل برنامه ها مصطفایی
ريكاوري (بازگشت به حالت اوليه)
الوسائل التعليمية الجمعة 14 آذار 2014 إعداد : هيثم شعيب.
Become a Dementia Friends Champion!
أهداف الفصل الفرق بين الموازنة المرنة والثابتة .
التدريب الرياضى إعداد الدكتور طارق صلاح.
مفهوم الموازنة العامة المقدمة
© Commonwealth of Australia 2012
Industrial Training Provider ,
Priority of Service.
Economic Recession Planning
Data science online training.
Environmental Safety Basic Emergency Response
Use and Practice of SWOT Analysis
LEVEL 1 EQUALITY & DIVERSITY

Training & Development 2
Environmental Safety Basic Emergency Response
General Practice Workforce Survey Report
Skills as a new global currency
PART IV District Trainer’s Manual Chapter 3 PDG Jason Yeung
SECTION 3-3 Using a Budget pp
1 Hour Training Bubbles Leading Focus Groups
= x 2 = = 20 4 x 5 = = 16 4 x 4 = = 18 6 x 3 = = 12 2 x 6 = 12.
LEVEL 1 EQUALITY & DIVERSITY
KEY ELEMENTS OF DEMOCRATIC GOVERNMENT PREPARED BY: MRS.POOJA ANAND.
Humanscale Train the Trainer Program
LEVEL 1 EQUALITY & DIVERSITY
The Marketing Case Study
Test: Ch. 16 – NC 18 Review your notes for chapters 16 – NC 18
Environmental Safety Basic Emergency Response
The GHSA Meeting on the Progress & Ways forward for the Regional Strategic Frameworks in Animal & Human Health on Workforce Development Session 4.3.
Key challenges in rural surgical education
Environmental Safety Basic Emergency Response
They Didn’t Teach Me How to Do This!
Planning & Project Management
Planning & Project Management
Presentation transcript:

Planning & Project Management Training For MOHE and 11 selected universities CD Managers and Key Trainers from Prepared by: Dr. Ehsanullah Himmat MD,EMBA and Dr. Abdul Baqi Saboori MD,MPH, MBA 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program میتودولوژي 6/02/2016 USWDP - University Support and Workforce Development Program

د پلان جوړونې او د پروژې د مدیریت روزنیز پروګرام ته ښه راغلاست! اوومه ورځ د پلان جوړونې او د پروژې د مدیریت روزنیز پروګرام ته ښه راغلاست! 6/02/2016 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program روزنیز مقاصد... د دې درسي ورځې په پای کښی به ګډون کوونکی پر دی وتوانیږی چی...: د پروژی د مدیر مهارتونه څرګند کړي. بودجه تعریف او ځانګړتیاوې یی توضیح کړي. د بودجې جوړونې ډولونه تشریح او جوړول یی په عملی توګه تطبیق کړي. څارنه او کنترول تعریف او ډولونه یی څرګند کړي. د کنترول سیستم او د څارنې کچه و پیژني. د څارنې د کچې په ډاګه کوونکي عاملونه توضیح کړي. 6/02/2016 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program د پروژې مدیر د پروژې مدیر د پروژې د مدیریت مسؤلیت په غاړه لري ترڅو د پروژې موخی د پروژې د ټيم سره په ګډه ترلاسه کړي. نوموړی مکلفیت لري چی پروژه د نوموړې پروژې د ټيم په ګډو هلو ځلو او همکارۍ سره مدیریت کړي او په ټیم کښې داسې احساس رامنځته کړي ترڅو نوموړی پروژه خپل ملکیت وګڼي. د پروژې د اغیزمن او ثمر لروونکی مدیریت لپاره، د پروژې مدیر باید د لاندنیو مهارتونو لروونکی وي: 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program تخنيکي مهارتونه د پروژې مدیر باید د پروژې د کړنو/چارو په برخه کښې د تجربې لرونکی وی. دا په دی معنی ندې چې مدیر باید جامع الکمالات وي، یعنې په هره برخه کښې باید تخصص ولري، مګر نوموړی باید د بیلابیلو برخو په هکله بشپړ معلومات ولري. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

ميتودولوژيکي مهارتونه د پروژې مدیر باید د پروژې په مدیریت کښې له تحلیلي او سیستماتیکو میتودونو څخه کار واخلی او تل باید بنسټیزو/مهمو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته پاملرنه وکړي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program ټولنیز مهارتونه مدیر باید ژمن، مصمم او د فشارونو او ننګونو پر وړاندی مقاوم وي او په غونډو او مذاکرو کښې باید منصف، د آسانتیا برابرونکی او د همکارانو او داخلي او بهرني تمویل کوونکو ترمنځ یو ښه منځګړی وي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program بودجه له لغوي پلوه، بودجه په اصل کښې د بوژت ( boujette) فرانسوي کلمې څخه چې د چرمي بکس معنی ورکوي، اخیستل شوې ده. دا کلمه د لومړي ځل لپاره په انګلستان کښې وکارول شوه چې په یو روایت سره، دا یو داسی کوچنی بکس وه کوم چې د نوموړي هیواد د اقتصاد وزارت مهر ورباندې لګیدلی وه. له هغه وروسته یی ورو ورو نوم بکس کیښودل شو کوم چې دولتونو به خپل ټول عواید او پانګي په هغې کښې ځای پر ځای کول. د دې بکس انګریزي اصطلاح (budget) دی او په درې/پښتو په اصطلاح کښي د بودجې په نوم یادیږي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program د بودجې تعریفونه... بودجه په بیلابیلو ډولونو تعریف شوې ده او پوهان د بودجې په هکله بیلابیل اندونه لري. ځینی پوهانو بودجه د پلان/ پروګرام، ځینی د مالي طرحی په ټوګه تعریفوی، او همدارنګه ځینو پوهانو بودجه د تقنیني سند په توګه تعریف کړې ده. د دغو تعریفونو څو بیلګی لاندې ذکر شوي دي: بودجه د یو لړ مالي اصطلاحاتو په چوکاټ کښې له یوی هراړخیزی طرحې څخه عبارت ده چې پواسطه یی یو روان پروګرام په یو ټاکلی وخت سره ترسره کیږي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program د بودجې تعریفونه بودجه یعنې داسی مالي پروګرام، کوم چې د ټولو کړنو/چارو د ترسره کولو لپاره په یوه ټاکلې موده کښی په پام کښی نیول کیږي. بودجه په حقیقت کښې له یوې مالي طرحې څخه عبارت ده، کوم چی پکښی د دولت د مالی اړتیاوو او د هغو د تمویل د سرچینو په هکله د یوی محدودی مودی لپاره وړاندوینه کوی / اټکل کیږي. بودجه یعنې د روانو کړنو/چارو اټکل شوي لګښتونه او اټکل شوې پانګونه. بودجه داسې یو میتود دی چې په هغه کښې دا ټکی په ډاګه کیږی چې څه کارونه او په کوم لګښست سره باید ترسره شي او دا چی نوموړی لګښتونه به له کوم ځای څخه ترلاسه شي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program بودجې تعریفونه... بودجه د عامه وګړو د اندونو پر بنسټ له دخل او خرڅ او یا هم عوایدو او لګښتونو څخه عبارت ده. بودجه د کاري پروګرام له پلوه، د یوه کس، کورنۍ، سازمان او یا د یوې ټولنې مالي وضعیت د مالي رقمونو په بڼه څرګندوي. د ټولو پورتنیو تعریفونو په پام کښی نیولوسره، لاندنې تعریف ته چې د کابل پوهنتون د استاد پوهاند حقایقی له لوري د دولتي بودجې په هکله وړاندې شوې دی، بسیا کوو. بودجه له یوه تقنیني سند څخه عبارت ده چې په هغې کښې د یوې ټاکلې مودې لپاره (یو مالي کال) لپاره د دولتی واحد ټول عواید او لګښتونه اټکل کیږي او د ټولو سیاسي، اقتصادي، دفاعي، ټولنیزو او کلتوري کړنو/چارو ته پراختیا او وده ورکوي ترڅو د دولت لرلید او آرمانونه ترلاسه کړي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program د بودجې ځانګړتیاوې لومړی دا چې بودجه یو پلان دی، یعنې د داسې ځانګړتیاوو څرګندوونکي ده لکه: بهیر، سرحد، محدودیتونه، امکانات، موخی، موده او د کار او فعالیت ډول. بودجه په یوه ځانګړی وخت او د لمریز کال پر بنسټ په پام کښی نیول کیږي. بودجه یو ډول وړاندوینه او د راتلونکې په هکله سوچ کول دی، ځکه د بودجې ارقام تخمیني وي. له همدی کبله په بودجه کښی زیاتوالی او یا لږوالی د تخمین او اټکل له امله شوونی ده. بودجه د دولت یا سازمانونو د لګښتونو وړاندوینه او اټکل کوي. بودجه د قانون جوړوونکي بنسټ له لوري تصویب کیږي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program تخصیص/ ځانګړي کول د لومړیو واحدونو د اداري ریاست له لوری د بودجی د لګښتونو او ترتیب ته په پاملرنی سره، د مالیې وزارت په هره ربع کښی د لګښتونو سهمیه او د هغې د لګښت صلاحیت لومړیو اداري واحدونو ته ورکوی، کوم چې د تخصیص په نامه یادیږي، البته د مالیې وزارت له لوري لومړیو واحدونو ته د درې میاشتنیو لګښتونو د سهمیې صادریدل او د نوموړو له لوری دوهمو او دریمو واحدونو (مرکز او ولایتونو) ته د سهمیی صادریدل د حواله شوي تخصیص په نامه یادیږی، او له هغه سره سم کوم مبلغ چې پاتې کیږي او د اړتیا په صورت کښی ورڅخه ګټه پورته کیږی، د نا حواله شوي تخصیص په نامه یادیږي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program د تخصیصونو فورم له یوه رسمي فورم څخه عبارت دی چې د مالیې وزارت له لوري صادریږي او د هغه پر بنسټ دولتي ادارو ته د بودجې د لګښت اجازه ورکول کیږي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program د بودجې جوړولو ډولونه هغه بدلونونه چې په دې وروستیو کلنو کښې د بودجې جوړولو په هکله په هیواد کښې رامنځته شوي دي، د دې لامل شوي چې د بودجې په چمتو کولو، تنظیم او کنترول کښې د پام وړ پرمختګونه را منځته او وکارول شي. معمولاْ د بودجې ترتیبول په لاندې توګه ترسره کیږي: 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program د بودجې جوړولو ډولونه... د بودجې ډولونه د پروګرام پر بنسټ بودجه د صفر پر بنسټ بودجه سنتي بودجه عملیاتي بودجه پراختیايي بودجه عادي بودجه بهرنۍ پراختیايي بودجه کورنی پراختیايي بودجه 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program سنتی بودجه سنتی بودجې ته کولای شو تر ټولو پخوانۍ او په عین حال کښې تر ټولو ساده بودجې جوړونه هم ووایو. په دې ډول بودجه جورونه کښی د اجرايوی بنسټ لګښتونه د فصلونو او مصرفي توکو په تفکیک سره اټکل کیږي، خو هغه عملیات چی په پام کښی دی پلی شی په بودجه کښی نه په ډاګه کیږی. په بل عبارت سره ویلای شو چې د بودجې جوړونی دغه میتود د سازمان د اړتیا وړ توکو او خدمتونو بیه د فصلونو او مصرفي توکو په قالب کښې په ډلو ویشی او دا ټکی په ډاګه کوي چې څومره مبلغ دی، خو دا معلومه نه وی چې له نوموړو توکو او خدمتونو څخه به د کومو پروګرامونو، موو او یا عملیاتو لپاره ګته پورته شي. USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program سنتی بودجه.... یواځې د بنسټونو/ادارو (لکه پوهنی، اردو، روغتیا... او داسې نورو) نومونه په ډاګه کوي او دا څرګندوی چې وړاندیز شوي لګښتونه د زده کړې، دفاع او روغتیايي چارو د تر سره کولو لپاره دي او نوموړی لګښتونه د پروګرام او عملیاتو پر بنسټ په ډلو نه ویشل کیږی او د بودجې په متن کښې هم نه انځوریږي. د بودجې په دې میتود کښې اتکا او ټینګار پر عواملو وي نه پر هغو محصولاتو کوم چې ترلاسه کیږي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program سنتی بودجه.... په افغانستان کښې د بودجی جوړونی سیستم په دودیزه او سنتي بڼه دی، چې یواځې د لګښتونو بیانوونکی ده او د لګښتونو څخه ترلاسه کیدونکو پایلو ته پکښې پاملرنه نه کیږي. په بل عبارت په افغانستان کښې د بودجې جوړولو سیستم دا څرګندوي چې بودجه چیرته په مصرف رسیدلی ده، خو دا نه څرګندوی چې د هغی په مرسته څه ترلاسه شوي دي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program عادي بودیجه له هغې بودجې څخه عبارت ده چې د عادي لګښتونو او د نوموړو د تمویل د سرچینو وړاندوینه او اټکل کوی او ډیره زیاته مروجه ده. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program پراختیايي بودجه له هغې بودجې څخه عبارت ده چې د پراختیایی (بنسټیزو) پروګرامونو لګښتونو او د نوموړو د تمویل د سرچینو وړاندوینه او اټکل کوی. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program پراختیايي بودجه کورنی پراختیايي بودجه: له هغې بودجې څخه عبارت ده چې له کورنیو پراختیايي سرچینو څخه تمویلیږي. بهرنۍ پراختیايي بودجه: له هغې بودجې څخه عبارت ده چې له بهرنیو پراختیايي سرچینو (پورونو او مرستو) څخه تمویلیږي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

د صفر پر بنسټ بودجه جوړونه په دودیزه بودجه جوړونه کښې د ډیری برآوردونو بنسټ د پخوانیو کلونو ارقام جوړوی، کوم چې د نوي کال د بودجی د جوړولو لپاره د یوې ځانګړی سلنی په زیاتولو سره اقدام کیږی. دا یو نیمګړی عمل دی او له بشپړ صحت او دقت څخه برخمن ندی، ځکه د راتلونکي لپاره د تیرې وضعې توجیه کول او د چارو ثابت ساتل د وړاند وینی او اټکل لپاره یو سم شاخص ندی. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

د صفر پر بنسټ بودجه جوړونه... د دې ستونزی د له منځه وړلو لپاره په بودجه جوړونه کښې له نوي میتود څخه ګته پورته کیږي چې په اصطلاحي توګه ورته د (صفر پر بنسټ بودجه) ویل کیږي. هره کړنه د صفر بنسټ لروونکې وي او د دې میتود پر بنسټ، راتلونکي لګښتونه له پخوانیو لګښتونو سره تړاو نه لري. د بودجې جوړولو په دی ډول میتود کښې باید ادارې خپلې ټولې چارې (پخوانۍ او راتلونکې) د یوی نوي کړنې په چوکاټ کښی تر ارزونې لاندې ونیسي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program عملیاتي بودجه په حقیقت کښې عملیاتي بودجه د پروګرام پر بنسټ بودجې په پرتله یو پرمخ تللی پړاو دی. ډیری وختونه خلک په تیروتنی سره د پروګرام پر بنسټ بودجه له عملیاتي بودجې سره یو شان ګڼی او ډیری خلک دغه دوه عنوانونه مترادف او یو شان بولي، خو دی دغو دواړو عنوانونو مفاهیم مترادف ندی او یو له بل سره توپیر لري. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program عملیاتي بودجه... په عملیاتي بودجه کښې، د دې پر ځای چې هغو شیانو او خدمتونو کوم چې دولت یې خریداري کوي پاملرنه وشي، د هغه پر ځای د دولت د لګښتونو اغیزمنتوب ته پاملرنه کیږي. دا ډول بودجه د اداری د ټیټې کچی د مراتبو د سلسلی د کړنو او عملیاتو د حدودو په هکله څیړنه او وړاندوینه کوی. او دغه سیستم اکثراْ د تمامیدو د بیې حسابولو ته اړتیا لري. چې په ډیړی دولتي ادارو کښی شتون نه لري. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program د پروګرام پر بنسټ بودجه که چیرې بودجه جوړونه په هیواد کښې د پروګرامونو پر پلی کولو ولاړه وي او د دولت د عمومي او بنسټیزو پالیسیو پر بنسټ د عوایدو او لګښتونو ارقام مشخص او تنظیم کړي، دی ډول بودجې ته د پروګرام پر بنسټ بودجه وایي. د پروګرام پر بنسټ بودجه، لکه څرنګه چې له نوم څخه یی څرګنده ده، د دولت (اجرايي بنسټ) عملیات او موخی د کاري پروګرام په بڼه تنظیموی او د خلکو لاسرسی ته یی وړاندی کوی. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

د یوې پروژې د بودجې بیلګه شرح/اقلام شمیر واحد موده د واحد لګښت ټول لګښت په امریکایی ډالر ټوله بودجه 1.1 پرسونل   1.1.1 د انستیتیوت مسؤل 1 شخص 12 میاشت 1,000 12,000 1.1.2 سکرتر 400 4,800 1.1.3 د درسی نصاب مدیر 600 7,200 1.1.4 د دارالمعلمین (کابل) ښوونکي 10 48,000 1.1.5 د لیک لوست مدیر 500 6,000 1.1.6 د مسلکی ښوونځی مدیر 1.1.7 د ښوونکو د CLC مدیر 1.1.8 د دارالمعلمین (ولایتونو) ښوونکي 57,600 1.1.9 د کارکوونکو د تقاعد حقوق ټول مبلغ مبلغ کل 4,300 د پرسونل ټول لګښت 151,900 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program څارنه او کنټرول هغو هڅو ته ویل کيږي کومی چې یو مدیر یې د عملیات يا پروګرام د پلی کیدو په موخه ترسره کوي، ترڅو وکولای شی چی د کړنو/چارو د سموالي او ناسموالي کچه په ډاګه کړي. کنټرول له هغه پړاوونو څخه عبارت دی کوم چې د هغې له لارې یو مدیر کولای شی چی د پلان شویو کړنو او ترسره شویو عملیاتو ترمنځ د انډول سنجش وکړی. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program څارنه او کنټرول... "مدیر" د څارنی او کنټرول د اصولو پر بنسټ مشاهده تر سره کوي چې آیا په اداره کښی موجود وضعیت په هره شیبه کښی له تصویب شوي پروګرام، اصولو، مقرراتو او صادر شویو لارښوونو سره سمون لري، یا دا چې د کمزورتیا نیمګړتیا، وروسته پاتې والي، تیروتنو او انحرافونو درلودوونکی دی؟ 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program څارنه او کنټرول... مګر، کنټرول، ارزونه او همدارنګه بیاکتنه کولای شي په بشپړه توګه دی ډول طبیعي نیمګړتیا ته ځواب وړاندی کړی او هغه له منځه یوسی. له همدی کبله ده چې دایمي او ګام پر ګام ارزونه او د رامنځته شویو ستونزو د غوری بیاکتنې لپاره اړینه ده چی ورته پلان جوړ شي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program څارنه او کنټرول... پلان جوړونه معمولاْ د ستون لروونکو دیاګرامونو او شبکو د ترسیم پر بنسټ ترسره کیږی کوم چې د هغوي پواسطه کولای شو هره دنده او کړنه په ډاګه او تشخیص کړو. د بیلګی په توګه؛ هره شیبه کولای شو چی د یوه مدیر په توګه دی ټکو ته ځیر شو چې: کوم کارونه دوام لري؟ کوم کارونه لا تر اوسه نشو کولای چی پیل یی کړو؟ آيا کارونه له پروګرام سره سم پر مخ ځي؟ 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program د کنټرول ډولونه له عملیاتو څخه وړاندی کنترول، چی د احتمالي تیروتنو او انحرافونو د مخینی په موخه د هغو له وقوع څخه وړاندی ترسره کیږی. د عملیاتو پر مهال کنترول، چې مدیران د عملیاتو د ترسره کولو په بهیر کښی په داسی توګه چی له پلان شویو اجرااتو (معیارونو) پر وړاندی د رښتینو اجرااتو (کړنو) د پرتله کولو په واسطه احتمالي تیروتنی او انحرافونه په ډاګه کوی او د نوموړو پر سمون لاس پوری کوی. له عملیاتو څخه وروسته کنترول، چی د یوې کړنې یا دندې له ترسره کیدو وروسته ترسره کیږي، د هغه پر څیړنه/بررسی لاس پوری کوی او د هغه نیمګړتیاوې او انحرافونه اصلاح کوي 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program د کنټرول سیستم نوي پروګرام دندې ارزښت موندنه پریکړه کول 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

له روانو اقدامونو سره د پروګرامونو پرتله کول د کنټرول سیستم... پروګرام اقدامونه له روانو اقدامونو سره د پروګرامونو پرتله کول آیا مطلوب دي بیا کتنه د بریا معلومات هو نه 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program د څارنې کچه/پراختیا هانري فایول په دې باور وه چې د څارنی د کچی/پراختیا له پلوه د تولید يو تن مسؤل چې نسبتاْ له ساده دندو څخه څارنه ترسره کوي، به پر دی وتوانیږی چی لږ تر لږه د ۲۰ یا ۳۰ کسانو د کار له بهیر څخه څارنه وکړي. په داسې حال کښې چې د نوموړی مدیر لوړ پوړی چارواکی یا آمر به وکولای شی چی یواځې د درېو یا څلورو تنو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړی. له همدی کبله د فایول په اند، دغه درې یا څلور مدیران باید یو تن مافوق مدیر (آمر) ولري. د څارنی د کچی کارپوهان/د نظر خاوندان په ساده ژبه یو شمیر مادونانو ته اشاره کوي چې په مستقیمه توګه د یو مدیر تر سرپرستۍ لاندې دنده ترسره کوي او هغه ته رپوټ ورکوي. له دی امله، ویلای شو چی د څارنی کچه د کاري واحد اندازه او پراختیا په ډاګه کوی. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

USWDP - University Support and Workforce Development Program د څارنې کچه/پراختیا... په څارنه کښې لاندنیو چارو ته پاملرنه کیږي: ۱. څارنه، عملیات او پروګرام یو له بل سره تطبیقوي. ۲. څارنه، د کړنو د سمون او یا نیمګړتیاوو کچه په ډاګه کوی. ۳. څارنه، د چارو په ترسره کولو کښې د بیلابیلو واحدونو توان او وړتیا څرګندوي. ۴. څارنه، د عملیاتو د پرمختګ اندازه او تر موخی پورې د هغه واټن روښانه کوي. ۵. څارنه، د هدایت غوښتنی اړتیاوی او د هدایت منلو وړتیاوی په ډاګه کوي. 9/4/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

له پاملرني او ګډون څخه مو یوه نړۍ مننه! 6/02/2016 USWDP - University Support and Workforce Development Program