Download presentation
Presentation is loading. Please wait.
1
د راپور لیکلو روزنیز پروګرام ته ښه راغلاست
لومړۍ ورځ موخه: د معیاري راپورونو د طرح، چمتو کولو او لیکنې په برخه کې د ملکی خدمتونو د کارکوونکو ظرفیت لوړول
2
مقصدونه ددې برخې په پای که به ګډون کوونکي وتوانیږي څو: راپور تعریف کړي
د راپور اساسات تشریح کړي د راپور بیلابیل ډولونه تشریح کړي رسمي او غیر رسمي راپورونه چمتو کړي غیر رسمي او څیړنیز راپورونه چمتو کړي.
3
د راپور تعریف راپور بیلابیل تعریفونه لري. ځنې راپور د هر هغه لیکل شوي پریزینټیشن په توګه تعریفوي چې د معلوماتو یا ارقامو درلودونکي وي خوځنې نور راپور یواځې د رسمي پریزینټیشنونو په توګه تعریف کوي. د راپور مکمل تعریف: راپور د حقیقي معلوماتو منظم او معقولې مکاتبې ته ویل کیږي چې د یوې موخې د ترلاسه کولو په غرض لیکل کیږي.
4
رسمي راپورونه یو رسمي راپور یو یا څو تنو ته د حقایقو هدفمند او پلان شوي پریزینټیشن ته ویل کیږي چې یوه مشخصه رسمي موخه ولري. هدفمند پیغام له یوې سازماني برخې څخه بلې سازماني برخې ته یا له یوې ادارې څخه بلې ادارې ته د تصمیم نیولو یا ستونزو د هوارولو په برخه کې دمرستې په غرض د معلوماتو د لیږلو په موخه کارول کیږي.
5
د یو راپور اساسات راپور لیکل یو ټولیز فعالیت دی چې د ټولو ادارو او موسسو له خوا په بیلابیلو موخو ترسره کیږي. ځنې وختونه راپور د انفرادي وګړو یا د نورو په مرسته لیکل کیږي. ټولې څانګې د راپور ورکولو لپاره ځانګړي سیستمونه لري چې د هغوی لپاره خورا زیات او حیاتي اهمیت لري.
6
د راپور لیکنې بیلابیلی طریقی ( سبکونه)
ټولې څانګې د راپور ورکولو لپاره خپل ځانګړی سیستم لري چې د ادارې لپاره خورا زیات اهمیت لري. راپورونه له تصمیم نیوونکو سره د تصمیم نیولو په برخه کې ډیره زیاته مرسته کوي اوهغوی ته اړین معلومات برابروي.
7
هر څوک د لیکنې لپاره له یوه ځانګړې طریقه کاروي، تاسو کومه طریقه کاروئ؟
Rationale: When students spend time thinking about the writing process, they will be able to plan their writing strategies more effectively. Activity: The facilitator may ask students about their own writing processes and invite them to share with the group. While students may follow a “process” for writing, they may not be able to identify all of the steps they go through to write a paper.
8
د راپور لیکنې اساسات راپورونه د بیلابیلو عواملو او لاملونو پر بنسټ لیکل کیږي، لکه: که چیرې په اداره کې کوم اختلاف شتون ولري؛ که چیرې کومه ستونزه شتون ولري څو لامل یې په ډاګه شي یا د نوموړي ستونزې اړوند پریکړه وشي؛ په اداره کې د ورځینی راپورونو لپاره؛ د تیرشویو مسایلو/ستونزو څارنه؛ د نویو نظریاتو معرفي کول.
9
د راپور لیکنې ګټی لیکل شوي راپورونه ډیرې ګټې لري چې موږ ځنې له هغو څخه په ډاګه کړي دي: لیکل شوي راپورونه تلپاتي ریکارډونه دي؛ د اړتیا په صورت کې کار کوونکي کولای شي چې د معلوماتو د ترلاسه کولو په غرض په مناسب وخت کې راپورونه مطالعه کړي؛ په لږ تکلیف سره زیاتو لوستونکو ته وړاندې کیدای شي؛ په ټول راپور کې د منځپانګې ورته والی ساتي؛ په نورو وختونو کې د یو ماخذ په توګه کارول کیږي.
10
د راپور ډولونه د فعالیت له نظره د راپور ډولونه: الف. غیر رسمي راپورونه، ب. څیړنیز راپورونه، ج. د پلټنې راپورونه، د. قابل قناعت/هڅوونکي راپورونه د رسمیت له نظره د راپور ډولونه: الف. قانونی راپورونه، ب. غیر قانوني راپورونه، ج. ځانګړي راپورونه
11
د راپور ډولونه د مقصدونو له نظره د راپور ډولونه:
الف. لنډ راپورونه ب. اوږده راپورونه د مقصدونو له نظره د راپور ډولونه: الف. د نیاز سنجی راپورونه، ب. د پروژې د امکان سنجی راپورونه، ج. د پروژې د بهیر راپورونه، د. د پلټنې، څارنې او ارزونې راپورونه
12
الف. رسمي راپورونه د رسمي راپورونو جوړښت ډیر په غور سره ترتیبیږي؛ دا راپورونه په واقعیتونواو زیاتو تفصیلاتو باندې ډیر ټینګار کوي او داسې لیکل کیږي چې شخصي ضمیرونه پکشې کارول شوي نه وي. د بیلګې په توګه: سپارښتنه کیږي چې پسرلنۍ کمپاین د ورځپاڼو او ټلویزیون له لارې په اعلاناتو متمرکز وي.
13
د راپور ډولونه غیر رسمي:
غیر رسمي راپورونه اکثراً لنډ پيغامونه دي چې طبیعي ژبه پکشې کارول شوي وي. داخلي مکتوبونو ته غیر رسمي راپورونه ویلای شو. هغه رسمي راپورونه چې یواځې د نژدې همکارانو له خوا لوستل کیږي کیدای شي چې په شخصي توګه بیان شي، په دې ډول راپورونو کې د «زه» او «موږ» ضمیرونه د منلو وړ دي. خو یو رسمي راپور باید شخصي نه وي او په بشپړه توګه د دریم کس اړوند لیکل شوي وي (توپیر په یاد ولرئ)
14
غیر رسمي راپورونه د بېلګې په توګه:
زه سپارښتنه کوم چې پسرلنۍ کمپاین د ورځپاڼې او ټلویزیون له لارې په اعلانونو باندې متمرکز وي. غیر رسمي راپور: اکثراً له فرد سره د فرد د اړیکې په بڼه وي او کیدای شي چې لنډ او یا هم اوږ وي.
15
د فعالیت له نظر د راپور ډولونه
الف. معلوماتي راپورونه تحلیلي (شننیز) راپورونه څیړنیز راپورونه هڅوونکي راپورونه
16
غیر رسمي راپورونه دا ډول راپورونه په مفصله توګه پرته له کوم یاددښت یا وړاندیز څخه د یو ځانګړي شخص اړوند حقیقتونه وړاندې کوي. راټول شوي معلومات پرته له کوم تشریح یا وړاندیز څخه وړاندې کوي. د یو پوهنتون مرستیال د یوې ځانګړې ازموینې لپاره د کاندیدانو د شمیر اړوند د معلوماتو غوښتنه کوي، پرته له دې چې کوم نظر ورکړي غواړي پوه شي چې څو تنه په ازمینه کې برخه اخیستی ده.
17
معلوماتي راپورونه په عمومي ډول دا ډول راپورونه د ورځنې راپورونو له ډلې څخه دي. دا راپورونه ځنې وختونه د ورځنی قانوني راپورونو په کټګوری کې راځي چې برابرول یې د یوې ادارې د قوانینو او مقرراتو له نظره اړین او لازمي دي. د شرکت ثبت کوونکې اداره په یوه ټاکلې دوره کې د ترلاسه شوي ګټې اړوند راپور غواړي چې دا یو معلوماتي راپور دی او تر قانوني او ورځنی راپورونو لاندې راځي.
18
غیر رسمي راپورونه خبرول یا لارښوونه – موجودمعلومات
لوستونکي د پیښې تفصیلات، فعالیتونه او یا وضعیت ګوري د وضعیت له شننې پرته، د پایلې پرته، د سپارښتنې پرته په حقیقت او شته معلوماتو باندې تمرکز
19
څیړنیز راپورونه په دې راپورونو کې د راپور ورکوونکي له خوا حقیقتونه له څیړنیزو تفصیلاتو سره شامل وي او یا هم د راپور ترلاسه کوونکي د هغوی په هکله پوښتنه وکړي. په دې ډول راپورونو کې د حقیقتونو، ارقامو او راټول شويو معلوماتو، صنفبندي شویو او په جدول کې ترتیب شویو ارقامو او توضیحي یاددښتونو تشریح شامله ده چې تر هغې وروسته د پای مرحله رارسیږي.
20
څیړنیز راپورونه د ستونزو د هوارولو لپاره لیکل شوی راپور
معلومات څیړل شوي پایلې رسم شوي او سپارښتنې برابرې شوي دي په لاندې ټکو تمرکز لري: څیړنې تعبیر پایلې سپارښتنې منطقي بحثونه او پایلې
Similar presentations
© 2024 SlidePlayer.com. Inc.
All rights reserved.