Presentation is loading. Please wait.

Presentation is loading. Please wait.

Planning & Project Management

Similar presentations


Presentation on theme: "Planning & Project Management"— Presentation transcript:

1 Planning & Project Management
Training For MOHE and 11 selected universities CD Managers and Key Trainers from Prepared by: Dr. Ehsanullah Himmat MD,EMBA and Dr. Abdul Baqi Saboori MD,MPH, MBA 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

2 USWDP - University Support and Workforce Development Program
میتودولوژي 6/02/2016 USWDP - University Support and Workforce Development Program

3 د پلان جوړونې او د پروژې د مدیریت روزنیز پروګرام ته ښه راغلاست!
شپږمه ورځ د پلان جوړونې او د پروژې د مدیریت روزنیز پروګرام ته ښه راغلاست! 6/02/2016 USWDP - University Support and Workforce Development Program

4 USWDP - University Support and Workforce Development Program
روزنیز مقاصد... د دې درسي ورځې په پای کښی به ګډون کوونکی پر دی وتوانیږی چی...: د ملکی خدمتونو د کارکوونکو لپاره د پلان جوړونی فارمت وپیژنی. د چارو تنظیمول او د سرچینو ځانګړي کول توضیح کړي. د تنظیمولو پنځه پړاوونه وپیژني. د بریالۍ پلان جوړونې پر وړاندې بنسټیزې ننګونې وپیژني. د پروژې مدیریت تعریف او ځانګړتیاوې یی توضیح کړي. د پروژې د مدیریت دوران او د هغه پړاوونه څرګند کړي. د یوې پروژې د موخو ټاکل وپیژني او په عملی توګه یی تطبیق کړی. 6/02/2016 USWDP - University Support and Workforce Development Program

5 د چارو تنظیمول او د سرچینو ځانګړي کول
د تنظیمولو او د پلان جوړونې د چارو ترمنځ د اړیکو د شتون پر بنسټ ویلی شوی چی هیڅ داسی یوه طرح یا پروګرام شتون نه لري کوم چې پرته له تنظیمولو څخه پلی شي او خپلو وروستیو موخو ته ورسیږي. د دې کار د ترسره کولو لپاره د سرچینو ځانګړی کولو/اختصاص او په ځانګړې توګه کاري ځواک او د هغوي ګومارلو ته اړتیا لیدل کیږي. دغه ټکی د پاملرنی وړ دی چی نوموړي کاري ځواک په داسی توګه تنظیم شي ترڅو له موخو، مرامونو، ستراتیژی ګانو او په ټولیز ډول د اړوند پروګرام له جوړښت سره سمون ولري. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

6 د چارو تنظیمول او د سرچینو ځانګړي کول...
تنظیمول له هغه بهیر څخه عبارت دی چې د هغه په اوږدو کښې د خلکو او کاري ډلو ترمنځ کار ویشل کیږی او د نوموړو ترمنځ همغږي رامنځته کیږي ترڅو د اداري موخی په غوره توګه ترلاسه شي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

7 د چارو تنظیمول او د سرچینو ځانګړي کول...
معیار ټول لګښت د څارنې میتود ملاتړ کوونکي اقدامات چیرې؟ څه وخت؟ څوک؟ څه شئ؟ شمیره 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

8 د چارو تنظیمول او د سرچینو ځانګړي کول...
No شمیره Activity کړنه Responsible مسول کس Deadline د کار د پای ته رسیدلو نیټه Campus چاپیریال/ځای Remarks ملاحظات 1 د درسي توکو چمتو کول احمد گل د ۲۰۱۵ کال د مارچ ۵ نیټه کابل درسی توکي باید د اړتیاوو پر بنسټ چمتو شي. 2 د زده کړې لپاره چمتوالی نسیمه هره ورځ د مارچ له 15 څخه تر 20 نیټې 3 د آسانتیاوو چمتو کول رحیمی او صافی د درسي پلان پر بنسټ 4 د مالي او اداري چارو پرمخ بیول حبیبی 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

9 د ملکي خدمتونو د کارکوونکو لپاره د پلان جوړونې فارمت
9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

10 USWDP - University Support and Workforce Development Program
9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

11 د تنظیمولو پنځه پړاوونه
د کار تفصیلي بررسي د کار ویش په برخو ویشل او جوړښټ د کار همغږي بیاځلی تنظیمول 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

12 د تنظیمولو پنځه پړاوونه
د کار تفصیلي بررسي (څیړل): د هغه کارونو له بررسۍ/څیړلو څخه عبارت ده کوم چې موخو ته د رسیدو په منظور باید په اداره کښې ترسره شي، او په لومړیو کښې باید په جزيي او تفصیلي توګه په ډاګه شي. د مثال په توګه؛ که چیرې د ادارې موخه د زده کړې د پروژې له کارکوونکو څخه څارنه وي، په دې صورت کښې د روزنیزو پروګرامونو څخه د څارنی څرنګوالی باید تعریف او د اړتیا وړ تجهیزات په ډاګه شي، ترڅو له یوه لوري اړوند کسان پوه شي چې د زده کړې له بهیر څخه څرنګه څارنه وکړی او په دی برخه کښی کوم کارونه ترسره کړی او له بل لوري اداره وکولای شي له ورته مسلکي، او تخصصي سازمانونو سره په بریالیتوب سره رقابت، سیالئ او عمل وکړي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

13 د تنظیمولو پنځه پړاوونه...
د کار ویش: ټول کار په کوچنیو برخو ویشل کیږي ترڅو د ټولو کسانو کړنی په منطقي، فکري او په مطلوبه توګه تحقق ومومی. دا بحث د آدام اسمت لخوا مطرح شو چې د اداري چارو او د کارکوونکو د دندو د تخصصي کیدلو لامل شوی دی. د کار ویش د کار د آسانی، ساده کیدلو او د سازماني واحدونو ترمنځ د تفکیک/توپیر لامل کیږي او همدارنګه د کارکوونکو د تخصص د لوړولو او د اغیزمنتوب/کارآیی د زیاتوالی لامل کیږي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

14 د تنظیمولو پنځه پړاوونه...
په برخو ویشل او جوړښت: هغه بهیر ته ویل کیږي کوم چی وکولای شی چارې په معقوله او منطقي توګه په ډلو او برخو وویشی او د سازمان په یو واحد یا دفتر کښې ټولې اړوندی چارې یو له بل سره ونښلوي. له همدی کبله نوموړی برخه د سازمان هغې برخې ته راجع کیږي کوم چې د یو مدیر د اختیاراتو پر بنسټ اداره کیږي. په دی توګه، هره څانګه ځانګړې چارې پرمخ بیایي او هره څانګه د خپلو چارو سره سم ځانته د تخصص تعریف لري. ځینی وختونه د څانګو د پیژندلو لپاره د ډلې، دفتر او یا کړنی/فعالیت کلمی هم کارول کیږي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

15 د تنظیمولو پنځه پړاوونه...
همغږي: همغږي د وګړو، ډلو او چارو له یووالي څخه عبارت ده کوم چی په هره محدوده کښې چی ترسره کیږی، د دې باعث شي ترڅو کارونه په سمه توګه ترسره شي او د سازمان موخی تامین کړي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

16 د تنظیمولو پنځه پړاوونه...
بیاځلې تنظیمول: کله چې د سازمان طرح کوونکي د پروګرام د اړتیاوو په هکله ځواب ویوونکي نه وي، بیاکتنې او بیاځلی تنظیمولو ته اړتیا لیدل کیږي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

17 USWDP - University Support and Workforce Development Program
مسؤولیتونه یو د مهمو مواردو څخه چې په پروګرامونو کښې ورسره مخ کیږو او په ورته وخت کښی باید هغه ته ځانګړې پاملرنه ولرو، د شرایطو وړ کسانو ته د پروګرام د هر یوی چاری (یا پړاو) د مسؤلیت سپارل دي (په اړوند واحد کښې). په پروګرامونو کښې د وخت پلانول او د مناسب لګښت ځانګړي کول، په ټاکلی وخت کښې د پروګرام پای ته رسول (د لګښتونو سره سم) د په سمه توګه د مسؤلیتونو له سپارلو سره او د کړنو له تنظیمولو سره تړاو لري. همدا دلیل دی چې د سرچینو د غوره تنظیم او پلان جوړونې لپاره لازم وسایل په پروګرام کښې په پام کښي نیول کیږی. د مسؤلیت د ځانګړی کولو/تخصیص ماتریس یو له دغو وسایلو څخه شمیرل کیږي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

18 USWDP - University Support and Workforce Development Program
مسؤولیتونه... شمیره مسؤول کسان دندې ضرب الاجل 1 احمد a1, a2 4 2 فرهاد A,b,c 5 3 فرید B1,b2,b3,b4 مجید C1, c2,c3,c4,c5 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

19 د بریالۍ پلان جوړونې پر وړاندې بنسټیزې ننګونې
له لوړپوړو مدیرانو څخه ټیټ پوړو مدیرانو ته په بشپړه توګه د پلان جوړونې د دنده تفویض او لیږد. په اجرایوي چارو کې له حده زیات بوختوالیږ په بشپړه د موخو نه په ډاګه کیدل/نه مشخص کیدل. د اطلاعاتو شننه او پړاوو جوړونه/طبقه بندي. د اجرایوي مدیرانو نه ګډون. د اجرااتو له ارزونی سره د پروګرام د اړیکو نشتون. د ادارې ضعیفه چاپیریال/فضا. د پروګرام له حده زیات پیچلی توب. پر پروګرامونو د بیاکتنې د بهیر نشتونږ یواځی پر خپل ځان تینګار کول. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

20 USWDP - University Support and Workforce Development Program
د پروژې مدیریت 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

21 USWDP - University Support and Workforce Development Program
پروژه څه ته وایي؟ پروژه د یو لړ ځانګړو کړنو/چارو له ترسره کولو څخه عبارت ده کوم چې د ټاکلي پیل او پای لروونکی وي او د وخت، لګښت او ځانګړی کیفیت په یوه چوکاټ کښې یوې ټاکلې پایلې (Output) ته رسیږی، البته پداسې توګه چې د پروژې په بشپړیدو سره د نوموړی تشکیل ملغا کیږی/له منځه ځي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

22 USWDP - University Support and Workforce Development Program
د پروژې ځانګړتیاوې توپیروالی (Uniqueness). پیچلتوب (Complexity). ځانګړې موخې (Specific Goals). ټاکل شوی/محدوده موده (Limited time). ټاکل شوی/محدود لګښت (Limited Budget). ځانګړی تنظیم/اداره (Specific Organization). ځانګړي کارکوونکي او داسې نور محدودیتونه (Specific Personnel and other limitations). 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

23 USWDP - University Support and Workforce Development Program
توپیروالی توپیر په دې معنا دی چې د یوې پروژې کړنی/فعالیتونه د یوې ادارې له معمولي کړنو او چارو څخه توپیر لري. مونږ کولای شو چی د یوې پروژې کړنې په آسانی سره ودروو، خو د یوې ادارې ورځنۍ چارې نشو کولای په آسانۍ سره بندې کړو. د یوې پروژې کړنې باید په خپل نوعیت کښې نوي وي. له همدی کبله د دی ایجاب کوی چی موخی، مسؤلیتونه، محدودیتونه او همدارنګه د یوې پروژې تشکیل په توپیر لروونکي بڼه تعریف شي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

24 USWDP - University Support and Workforce Development Program
توپیروالی... د لا زیات وضاحت او روښانتیا لپاره د بیلګو په توګه لاندنی مثالونه وړاندې کوو: د یوه ښوونځي درلودل او د نوموړی د معمولو ورځنیو چارو ترسره کول یوه پروژه نه بلل کیږي، خو د یو ښوونځي ودانول په حقیقت کښی یوه پروژه ګڼل کیږي، ځکه د یوې ادارې له معمولي چارو څخه توپیر لري، د یوه ټاکل شوی پیل او پای لروونکي وي کوم چې پکښی فعالیتونه، موخی، محدودیتونه، تشکیل او ځانګړې بودجه ګډون لري. د یوه ښوونځي ودانول د یوې ادارې له معمولي چارو څخه توپیر لري او د پیل او د پای د مودو لرونکي وي. ډیری کسان د پروژې د مدیریت په هکله خبرې اترې کوي، په داسې حال کښې چې هغوی کومه پروژه نلري، یعنې د کومې پروژې په برخه کښې کار نه کوي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

25 USWDP - University Support and Workforce Development Program
پیچلتوب د پیچلتوب مفهوم دا دی چې پروژه بیلابیل اړخونه لري چې تر مشاهدی/کتنی لاندې نیول کیږي. سر بیره پر دې، په پروژه کښې د اړیکو زیاتوالی او ذات البیني تړاوونه/وابستګی باید تر شننې (تحلیل) لاندې ونیول شي. د مثال په ډول، که چیرې تاسې د خپل دفتر له نقلیه واسطې څخه د خپل دفتر د ورځنیو چارو په منظور ګټه پورته کوئ، دې ته پروژه ویلی نشو. خو که چیرې دی ته اړتیا وي چی یو شمیر کارکوونکي تر یوې ټاکلې مودې پورې (په اونۍ کښې درې ورځې) یوې بلې ادارې ته د خدمتی دندو د ترسره کولو په موخه د نقلیه واسطی په واسطه ولیږدول شی... 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

26 USWDP - University Support and Workforce Development Program
پیچلتوب... ....او تاسو نوموړو ته د ترانسپورت آسانتیاوې برابری کړي، په دې صورت کښی باید تاسو لږ څه مغلق کار ترسره کړی، کوم چې د پروژې له د ځانګړتیاوو له ډلی څخه یوه ځانګړتیا شمیرل کیږي. په دی توګه تاسو یوه داسې پروژه پر مخ وړی، کومه چی اړینه ده د نوموړې د وخت، د کارکوونکو د شمیر، لګښت، د کار د غوره والی/کیفیت او داسې نورو اړخونو په هکله په دقیقه توګه پاملرنه وکړئ. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

27 USWDP - University Support and Workforce Development Program
ځانګړی موخې هره پروژه د یوی ځانګړې او داسې موخې په واسطه چې په روښانه توګه له نورو پروژو او ورځنیو عادي چارو څخه توپیر ولري، په ډاګه کیږی. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

28 USWDP - University Support and Workforce Development Program
ټاکل شوی/محدوده موده څرنګه چې د پروژې په تعریف کښې مو هم ورڅخه یادونه وکړه، پروژه باید د یوه ټاکلي پیل او پای لروونکي وي او یو ځانګړي موده په بر کښې ونیسي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

29 USWDP - University Support and Workforce Development Program
ټاکل شوی/محدود لګښت پروژه باید د ټاکلی لګښت لروونکي وي کوم چی له وړاندی څخه سنجول شوی او منظور شوی وی. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

30 USWDP - University Support and Workforce Development Program
ځانګړی تنظیم/ادراه په ځانګړي توګه د یوی پروژې د تنظیمولو اړتیا، معمولآ د نوموړی پروژی له غوښتونکو پایلو څخه سرچینه نیسی. په یوه پروژه کښې په ځانګړی توګه د چارو تنظیمول داسې مفهوم لری چې پروژه باید د یوې ادارې د ورځنیو چارو یوه برخه نه وي. تاسو په خپله د خپلې پروژې تشکیل ټاکۍ. د مثال په ډول، که چیرې تاسو د یوه داسی انستیتیوت رئیس یاست، کوم چې د دوه وو څانګو (د طبیعي علومو څانګه او د ټولنیزو علومو څانګه) لروونکي وی، او د اړوندو دولتي ارګانونو له لوری پریکړه کیږي ترڅو د ستاسو له انستیتیوت څخه لیدنه ترسره کړي، تاسې به د انستیتیوت د رئیس په توګه څه وکړئ؟.... 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

31 USWDP - University Support and Workforce Development Program
ځانګړی تنظیم/ادراه... ... په داسې حالت کښې به تاسې له دواړو څانګو څخه یو ټیم جوړ کړئ ترڅو د یوه ټاکل شوی وخت لپاره د دولت له استازو سره غونډې ترسره کړي. دا په حقیقت کښې یوه پروژه ده، ځکه له معمولي او ورځنیو چارو څخه توپیر لري. څرنګه چې د ستاسو په انستیتیوت کښې معمولي چارې تدریس بلل کیږي، نو پدی توګه د پورتنی مثال په پام کښې نیولو سره کولای شو د پروژې او د دفتر د عادي چارو ترمنځ توپیر/تفکیک په ډاګه کړو. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

32 پلی کول او منځنی او ارزونه ترسره کول فورمول جوړونه او آزمایښت
د پروژې د دوران مدیریت د حالاتو تحلیل او تجزیه څرنګه چې په دیاګرام کښې لیدل کيږي، د پروژې د دوران پړاوونه، په بریالیتوب سره د یوه پړاو له بشپړیدو وروسته بل پړاو ته دننه کیږي. وروستی ارزونه تشخیص پلی کول او منځنی او ارزونه ترسره کول فورمول جوړونه او آزمایښت قرارداد کول او ژمنې 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

33 د حالت تحلیل او تجزیه/شننه Situation Analysis
په دې برخه کښې داسې وضعیت او حالت تر مطالعې لاندې نیول کیږي کوم چې پکښې یوه ځانګړی پروژه جوړیږي. د مثال په ډول، د هیواد ختیځو سیمو لپاره د اصلاح شویو تخمونو تر عنوان لاندې د کرنې يوه پروژه ترلاس لاندې نیول کیږي، په دې صورت کښې د حالت ځانګړتیاوې لکه اوبه او هوا، اقلیم او په سیمه کښې د ورته پروژو شتون، د بزګرانو لیوالتیا، د اوبو د زیرمو امنیتي وضعیت او داسې نور اغیزمن عوامل، تر څیړنی لاندې نیول کیږي، ترڅو د پروژې پلان جوړونکی په آسانۍ سره وکولای شي نوموړی پړاو په بریالیتوب سره بشپړ کړی او په دی توګه بل پړاو ته زمینه برابره کړي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

34 USWDP - University Support and Workforce Development Program
تشخیص په دې پړاو کښې ښکیل لوري او د نوموړو اړتیاوې، لیوالتیا او وړتیاوی په ډاګه کیږي. دا پړاو د پروژې یا پروګرام د لومړنۍ نظریې له فورمول جوړونی سره اړیکه ټینګوي. او دا هغه وخت دی چې پریکړه کیږي چې آيا د امکاناتو په هکله څیړنه ترسره کول ارزښت لري؟ که چیرې ارزښت ولري، د دندو لایحه یې باید چمتو شي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

35 فورمول جوړونه او آزمایښت
د فورمول جوړونې په پړاو کښی د پروژې ټول جزئیات په ډاګه کیږي او که چیرې غوره وي د امکاناتو د څیړنې بهیر پلی کیږي. د پروژو دقیقه تشریح ډیړی وختونه د سلا کارانو له لوري د محلي حکومت، نادولتي مؤسسو او تمویل کوونکو ادارو سره چمتو کیږي او ترسره کیږی. کله چې د پروژی فورمول جوړونه ترسره شوه، وروسته بیا د هغه د ګټورتوب، اغیزمنتوب، امکاناتو په پام کښی نیولو سره د نوموړی پروژی اغیز او دوام تر آزمایښت او آزموینې لاندې نیول کیږي. په پای کښی باید ویل شی چې له آزمایښت څخه وروسته نوموړی پروژه د مالي تمویل لپاره وړاندې کیزی او په دې هکله اړوند وړاندیزونه چمتو کیږي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

36 USWDP - University Support and Workforce Development Program
قرار داد کول او ژمنې په دې پړاو کښې لاندنې کړني ګډون لري: مالي پروپوزل او د پورتنیو آزمایښتونو د تمرین پایلی د تمویل کوونکي کمیټې له لوری کتل کیږي او هغو د تمویل په هکله پریکړه کوي او پر بنسټ یی مسوده چمتو کوي کومه چی د تمویل کوونکي کمیټې له لوری لاسلیک کیږي او یا هم دا چې د اړوندو لوریو ترمنځ قرارداد لاسلیک کیږي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

37 پلي کول (څارنه او منځنۍ ارزونه)
پلي کول (څارنه او منځنۍ ارزونه) د پروژې دغه برخه د پروژې له اجرایوي پړاو سره تړاو لري. په دې برخه کښې سرچینی د هغه ژمنو پر بنسټ چې د پروژې د تمویل لپاره وړاندې شوې وي، چمتو کیږي ترڅو د پروژې مطلوبه پایلی او موخی ترلاسه شي. په دې پړاو کښی له بیلابیلو رپوټونه لکه ؛ لومړنییو رپوټونو او یا هم له عملیاتي پلان او کلنی کاري پلان څخه یادوونه کیږي. کله چې د یوې پروژې پلي کول تر بحث لاندي وي، په دې صورت کښې باید منځنی او ارزونه او د مدیریت داسې نورې دندې چې د پلی کیدو په حالت کښې وي، په منظمه توګه ترسره شي 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

38 وروستی ارزونه Final Evaluation
ارزونه یو ډول آزموینه او آزمایښت دی چې په منظمه او هدفمندانه توګه د امکان تر بریده د روانې او بشپړ شوي پروژې طرح، تطبیق او محصول تر پوښښ لاندې نیسي. له ارزونې څخه د سپارښتنو د فورمول جوړونی په منظور ګټه پورته کیږي، ترڅو وکولای شي په راتلونکې کښې د ورته پروژو لپاره يو اصلاحي لارښوود چمتو کړي. نوي پروګرام جوړونه او د پروژې د تشخیص انځورول د څارنه او ارزونې د پایلی پر بنسټ ولاړ دی چی پکښی د فیدبک بهیر هم ګډون لری او د پروژې د لا زیات درک لامل کیږي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

39 USWDP - University Support and Workforce Development Program
د يوې پروژې د موخو ټاکل د یوې پروژې موخي د لاندنیو درېوو شاخصونو پر بنسټ ټاکو: - اجراات يا خدمتونه: اجراات یا خدمتونه دا ټکی څرګندوي چې له یوی پروژې څخه باید څه ترلاسه شي. یعنې دا چی پروژه به څه خدمتونه ترسره کړي او یا د پروژې محصول به څه وي. - د بریالیتوب بنسټیز/کلیدي شاخصونه (وخت، غوره والی/کیفیت او لګښت): دا ډول شاخصونه څرګندوي چې د پروژې موخی باید په خپل ټاکلي وخت او په ځانګړی کیفیت سره ترلاسه شي. سر بیره پر دې، پروژې ته ځانګړې شوی بودجه هم تشریح کوي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

40 USWDP - University Support and Workforce Development Program
د يوې پروژې د موخو ټاکل... رضايت: په حقیقت کښې رضایت د پروژې معنوي اړخ په ډاګه کوي. یعنې د پروژې د ټولو ښکیلو اړخونو ترمنځ اغیزمنه او ثمرلرونکې همکاري په ګوته کوي. هر څومره چې په یوی پروژه کښې د رضایت کچه لوړه وي په هماغه اندازه له نوموړی پروژې څخه ترلاسه کیدوننکی پایلې زیاتی د منلو وړ وي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

41 USWDP - University Support and Workforce Development Program
د يوې پروژې د موخو ټاکل... لنډه دا چې د پروژې د موخو په تعریف کښې باید لاندنیو ټکو ته پاملرنه وکړو: موخی باید په څرګند ډول او پرته له هر راز ابهام څخه په ډاګه او بیان شي. موخی باید په لیکلې بڼه ترتیب او چمتو شي. هغو کسانو ته چې د پروژې د موخو د ترلاسه کولو مکلفیت لري، باید هڅونه/انګیزه ورکړل شي. د موخو اړوند محتویات باید څرګند او روښانه وي. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

42 په پروژه کښی ښکیل اړخونه
په ښکیلو اړخونه کښی لاندنیی ډلی/ګټګورۍ ګډون لري: ونډه اخیستونکي. کارکوونکي. پیرودونکي/تمويل کوونکي. وړاندې کوونکي. سیمه اییز وګړي. د پروژې پیرودونکي، د پروژې مدیر او د پروژې کاري ډله/تیم. 9/27/2019 USWDP - University Support and Workforce Development Program

43 له پاملرني او ګډون څخه مو یوه نړۍ مننه!
6/02/2016 USWDP - University Support and Workforce Development Program


Download ppt "Planning & Project Management"

Similar presentations


Ads by Google